د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نورستان ولایت له مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي محمد علي فاروقي او د یاد ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نورستان ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې، د نورستان ولایت مشرانو په یاد ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د برېښنا ۸ منځنیو او کوچنیو بندونو د جوړولو عملي چارې دې پيل شي، چې سروې یې پخوا ترسره شوې ده.
د اوبو ښاغلي معین د نورستان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نورستان خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
