د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نیمروز ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۲:۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د نیمروز ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو مدیریت د پروژو په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د نیمروز ولایت مشرانو په نیمروز ولایت کې د خاشرود بند او په فراه ولایت کې د ګلستان بند د جوړولو په هکله خپلې غوښتنې د اوبو له معین سره شریکې کړي او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه غوښتنه وکړه چې هغه ولایت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د اوبو ښاغلي معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu