د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ
ښاغلی انجنیر مجیبالرحمن"عمر" د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د قراردادي شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې د پيژندګلوي لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کجکي بند د قراردادي شرکت رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار و کړ او د یاد بند قراردادي شرکت رئیس ته د چارو پر مخ بیولو لپاره لازم هدایات ور کړل.
په دغه لیدنه کې، د کجکي بند قرادادي شرکت رئیس، سلیمان" سلیف" د یاد بند د چارو د پرمختګ په هکله د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړ او د چارو د چټکتبا په اړه یې د وزارت د اوبو معین ته ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې کجکي بند د دوه میلیارده متره مکعبه اوبو او د 150 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
