د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یاد معینیت اړوند د څو کاري څانګو د چارو بهیر له نږدې څخه ولید
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبولګولو او اوبو رسولو او سروې او ډیزاین ریاستونو او د یاد معینیت د اوبو سرچینو ریاست د ځینو څانګو د چارو وضعیت له نږدې څخه ولید.
د اوبو ښاغلي معین په یادو ریاستونو کې د کاري بهیر د څېړلو او د چارو د پرمخ وړلو څخه د لیدنې پر وخت، د اجراآتو د ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل او همدارنګه د تخنیکي مسؤلینو او کارمندانو ستونزې او اړتیاوي یې له نږدې څخه وڅېړلې.
په ورته مهال، د یادو ریاستونو یو شمېر تخنیکي مسؤلینو او کارمندانو د خپلو کړنو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او خپلې اړتیاوي او ستونزې یې هم د اوبو له معین سره شریکې کړې.
د یادولو وړ ده چې یادې لیدنې د اوبو د معین له خوا د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو څخه د مسؤلینو او کارمندانو د چارو د ښه والي او ستونزو د هوارولو په موخه ترسره کېږي او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.
