د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د RED SEA او هوشنګ صالح زاده سوداګریزو شرکتونو له رئیسانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۶:۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د RED SEA سوداګریز شرکت رئيس ښاغلي حاجي عارف الله ژوندون او د هوشنګ صالح زاده سوداګریز شرکت رئيس ښاغلي عبدالله هوشنګ صالح زاده سره وکتل.

په یاده ناسته کې، د یادو شرکتونو رئيسانو د اوبو او انرژي پروژو باندې د پانګونې لیوالیتا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، په لومړي قدم کې دوی هوډ لري چې د افغانستان په یوه ولایت کې د ۵۰ میګاواټه په وړتیا د ډبرو له سکرو څخه د انرژي د تولید پر پروژې باندې پانګونه وکړي او تر هغه وروسته پر نورو لا زیاتو پروژو باندې پانګونه وکړي.

د اوبو معین د یادو کسانو څخه د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید پر پروژو باندې د پانګونې هر هکلی وکړ او هغوی ته یې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه د اوبو معین د دې ګډې همکاري په پلي کیدو باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د خصوصي سکتورونو له ونډې اخیستلو څخه د دې وزارت په پروژو کې د وزارت د قوانینو او تګلارو په پام کې نیولو سره هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu