د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخند زاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پایداره پراختیایی موخو په اړه د سیمه ایز المپیاډ په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
په پيل کې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي پوهنوال انجنیر عبدالرشید اقبال، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه او د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده څخه په دې غونډه کې د ګډون له امله مننه وکړه.
هغه د یاد المپیاد ترسره کول د نویو استعداونو د ودې او په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د کدرونو د جلب او جذب لپاره یو ښه فرصت وباله او د منځني آسیا د پوهنتونو ترمنځ یې د المپیاډ تر سره کول د سمیې لپاره ګټور وباله.
ورپسي د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د دې المپیاد ترسره کولو له امله د قزاق جرمن پوهنتون څخه مننه وکړه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دغه کار ستاینه یي وکړه، چې په ملي سطحه د داسي پروګرامونو کوربه توب کوي او زیاته یې کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري نه سپموي.
د دې کنفرانس په دوام کې، هغه مختصصین چې د بیلابیلو هیوادونو څخه په آنلاین ډول وصل وو، خبرې وکړې.
