د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین کندز ولایت پورې اړوند د آمو سیند د ویجاړشویو سواحلو څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره ګډ پلاوي د کندز ولایت د امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو او شیرخان بندر پورې اړوند د آمو سیند د ویجاړشویو سواحلو څخه لیدنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې پر بنسټ موظف شوی، ترڅو د آمو سیند د ویجاړ شویو سیمو څخه لیدنه وکړي او د یاد سیند د څنډو د استحکام لپاره د بودجې بشپړه طرحه کابینې ته وړاندې کړي.
