د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۲۴
1

محترم الحاج محمد حارث زرمتی چې مخکې یې د اوبو او انرژي په وزارت کې د دغه وزارت د مقام د اقتصادي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، اوس د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ د تدارکاتو د نوي رئيس په توګه وټاکل شو او همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي  رئيس محترم الحاج محمد الدین نیازي د تدارکاتو د نوي رئيس د معرفي کولو پر وخت په ادارو کې یې ادلون ، بدلون یو اصل وګاڼه او د دې چارې موخه یې د اجراآتو غوره والی او ښه مدیریت وباله.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي زرمتي د دیني زده کړو د ترلاسه کولو برسېره، د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه د لیسانس سند لري او د لندن له آکسفورډ پوهنتون څخه  هم د آنلاین زده کړو له لارې د مسلکي محاسبې ډیپلوم ترلاسه کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه ترسره شوه

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه د ریاست الوزرا د لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ د اړوندې کمېټې په همغږي سره په نوموړي ریاست کې ترسره شوه.

بیرته تګ

User account menu