د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د سمنګان ولایت له مشرانو سره د آب کلي بند د پروژې د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۰:۵۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په یوې ناستې کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د برنامو رئيس محترم انجنیر رفیع الله ستانکزي هم ګډون درلود، د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد انس عمر او د سمنګان ولایت له یو شمېر مشرانو سره د آب کلي بند د پروژې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه ناسته کې، د سمنګان ولایت مشرانو په هغه ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزو یادونه وکړه او د آب کلي بند ارزښت ته په اشارې سره د هغه د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړې پروژې پلي کول د اوبو او انرژي وزارت په پلان کې شامل دي او دغه وزارت هڅه کوي، چې د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره د هغه د پلي کولو چارې په راتلونکي کې په لاره واچوي.

د یادونې وړ ده، چې د آب کلي بند د 8.5 میلیون متره مکعب اوبو په وړتیا سره به کابو 1800 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. همدارنګه دغه بند د نږدې ۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.

د آب کلي بند مطالعات د اوبو او انرژي وزارت له لوري ترسره شوې او د ډيزاین او ودانیزو چارو لپاره چمتو دی، چې د دغه وزارت له پلان سره سم د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره لکه د هغه د پلي کولو د اړتیا وړ بودجې سره به په راتلونکي کې پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي. . .

بیرته تګ

User account menu