د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس ښاغلي سلیمان جیلیو سره په لیدنه کې د کجکي بند د چارو پرمختګ د و ضعیت او د هرات د بادي برېښنا د تولید د پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۵۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده په خپلو کاري دفترونو کې د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس محترم سلیمان جیلیو سره لیدنه وکړه.

په دغو لیدنو کې د نوموړي شرکت رئيس د کجکي بند د دوهم فاز د پرمختګ د وضعیت په هکله راپور ورکړ او ویې ویل، چې اوسمهال د کېندنې او دروازه بندۍ چارې په ښه توګه روانې دي. هغه زیاته کړه، چې په پام کې لري، ترڅو د وزارت د رهبري مقام په هوکړې سره په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې خپله پانګونه پيل کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې د نوموړي شرکت د کړنو په ستایلو سره د کجکي بند د دوهم فاز د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د اوبو او نرژي سرپرست وزیر وویل، هڅه کېږي چې د هرات ولایت د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا په پروژه کې د پانګونې په موخه کې د زمینې د چمتو کولو لپاره اړینې ارزونې ترسره شي او په راتلونکي کې ډېر ژر د پروژې قرارداد د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu