د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د اوبو او انرژي معینیتونو د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت د ۱۴۰۳ کال د تشکیل او بودجې د ټاکلو او د دغه وزارت د پروژو د ستونزو د هوارولو د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د مطرح شوو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه څرګند کړل او په پای کې د وزارت د مقام سرپرست د اړینو تصمیمونو په نیولو سره اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیرڅخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو په موخه څارنه وکړه

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم زنده جان او غوریان ولسوالیو ته سفر وکړ او له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په. . .

بیرته تګ

User account menu