د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۹
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د وزارت د مقام  سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، عمومي رئيسانو او د وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په نوموړي ناسته کې د یو شمېر اړینو اداري او تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه د داخلي پلټنې ریاست سره په یاد ریاست پورې اړوند چارو د پرمخ وړلو په موخه د مسؤلینو د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ټولو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار رئيسانو او مسؤلینو ته  اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل او همدارنګه یې سلاکار ته دنده وسپارله چې د NTA او امتیازي موضوع ډېر ژر د رئيسانو سره په تفاهم هواره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu