د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د چارو د تطبیق د چټکتیا په هکله د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۲:۲۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګري مرستیال او د تخنیکي معاونیت سرپرست ښاغلي ریاض الدین شریفي سره  د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د ۴۲ منځنیو او کوچنیو بندونو د پروژو د پلې کولو په هکله چې د اوبو او انرژي وزارت مخکي له یاد شرکت یې سره تړون لاسلیک کړی و او په ځانګړې توګه د ارزګان ولایت د شفلوغ بند او د پکتیکا ولایت د پلتوني بند په هکله په هر اړخیزه توګه بحث ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په یاده لیدنه کې پر لازیاتې همغږي باندې تینګار وکړ او د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل چې د دې وزارت د پروژو د پلي کولو چارې چټکي کړي.

په ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت مرستیال د پروژو له اهمیت څخه یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ملي پراختیا شرکت به د دې وزارت د پروژو د چارو په پلي کولو کې لا زیاته هڅه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu