د اوبو او انرژي وزارت د NTA څانګې اووه تنو قراردادي کارمندانو خپل کلني کاري ګزارشونه وړاندې کړل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو عمومي ریاست اړوند د NTA څانګې اووه تنو قراردادي کارمندانو خپل کلني کاري ګزارشونه د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو عمومي رئيس، د اوبو تاسیساتو د سروې او ډیزاین رئيس، د اوبو تاسیساتو او شبکو د ګټې اخیستنې د ساتنې او مراقبت رئيس او د تخنیکي بورد د تخنیکي مسئول په شتون کې وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي بورد په ۱۴۰۲ه.ل کال کې د اوبو په سکتور کې په دقیقه توګه او ټاکلي وخت کې د هېواد د سترو او ټولګټو پروژو د تخنیکي سروې او ډیزاین په موخه رامنځته شو.
