د اوبو او انرژي وزارت سرپرست: د دولت، خصوصي او عامه سکتور ګډ همکاری د انرژي په سکتور کې هیواد په ځان بسیا کړي

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۹:۱۲
اخبار

د تدارکاتو د پروسې او د انرژي تولیدولو په پروژو کې د خصوصي سکتور پانګونې پوهاوي برنامه د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې لخوا د چهارشنبه ورځ د لیندی په ۶ نیټه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د اتحادیې غړو په ګډون په حضور سره د اوبو او انرژي وزارت په عمومي تالار کې ترسره شو.
د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې په استازیتوب ښاغلی نجیب الرحمان صبوری وویل، د دې برنامې موخه د خصوصي سکتور ته د انرژي تولید پروژې خبرول او د برخه اخیستونکو ترمینځ د معلوماتو او خبرو اترو د زمینه رامنځته کول دی.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې د فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او په افغانستان کې د انرژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې خصوصي او عامه سکتور ګډ همکاری اړین وبلله.
همدارنګه ښاغلی خُلمی د شبرغان طبیعي ګازو څخه د انرژي تولید، د کندهار ۳۰ میګاواټه سولری برښنا د پروژو په بشپړیدو او په هرات ولایت کې د ۲۵ میګاواټه بادی برښنا د تړون لاسلیک کیدو څخه یادونه وکړه او د انرژي تولید په پروژو کې د خصوصي سکتور پانګونه او په افغانستان کې د انرژۍ بازار په سیالۍ کولو باندی ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا ۸۰ شرکتونه د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې غړي دي، چې په افغانستان کې د انرژۍ تولید ته وده ورکولو لپاره کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې مخ په بشپړېدو دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د یاد ولایت په سید آباد ولسوالي کې د بدګک کلي چکډیم او د برکي کانال پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې په بېلابېلو برخو کې روانې دي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د یوه چکډیم پروژې چارې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

په فاریاب ولایت کې د خیبر چکډیم جوړولو پروژې چارې د ۴۴ زره او ۲۵ امریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري. . .

بیرته تګ

User account menu