د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۳:۳۶
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ د خلکو له مشرانو سره وکتل

په دې لیدنه کې د چرخ ولسوالۍ مشرانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د یادې ولسوالۍ خلکو ستونزو په یادولو سره، د اوبو او انرژي وزارت له مقام څخه د خروار بند، چرخ بند پروژې او یاده ولسوالۍ ته د بریښنا رسونې پروژې د تطبیق غوښتونکي شول.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چرخ ولسوالۍ مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغو شجاعت او جهاد غوره یادونه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د چرخ ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ستونزو ته په کتو ذکر شویو  پروژو لپاره چې د هغو لخوا وړاندیز شوې دي یادې ولسوالۍ ته تخنیکي هیئت ولیږي ترڅو یادې پروژې د دې وزارت راتلوونکي پلان کې شامل کړای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu