د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت له مشرانو سره په یاد ولایت کې د شاهي کانال د پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۶:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د پاتې چارو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د لغمان ولایت مشرانو د شاهي کانال پروژې د اهمیت او د دې پروژې پلي کولو ته د خلکو اړتیاوو په هکله خبرې وکړې او د یادې پروژې د پاتې چارو د بیا پيلولو غوښتنه يې وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د شاهي کانال پروژه د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی.

 ښاغلي منصور زیاته کړه  چې د یادې پروژې د قرارداد په هکله لازمې څېړنې ترسره شوې او پایلې یې هم د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریکې شوې  ترڅو اړینې لارې چارې د هغه د ستونزو په هوارولو کې عملي شي او چارې یې هر څه ژر په راتلونکي کې پیل شي.

 د یادولو وړ ده، چې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې په پلي کولو سره یې په لس ګونو زره هکتاره ځمکه به په یاد ولایت کې تر خړوبولو لاندې راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu