د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ولسي خلکو « برېښنا مبارزینو» د ډلې له استازو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د ولسي خلکو « برېښنا مبارزینو» د ډلې له استازو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د نوموړي ګروپ د فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي په برخه کې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نوموړي ډلې فعالیتونه ګټور او ارزښتناک و بلل او هغوی ته یې  د دې وزارت له خوا د همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د ولسي خلکو یاده ډله د اوبو او انرژي د پراختیا په برخه کې په بېلابېلو ولایتونو کې په رضاکارانه توګه فعالیت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

بیرته تګ

User account menu