د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په ازبکستان کې د یو مېشت افغان پانګوال سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ازبکستان هېواد په پلازمینه تاشکند کې د یو  افغان پانګوال ښاغلي حاجي خیرالدین مایل سره وکتل او په افغانستان کې یې د اوبو ذخیروي بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په ازبکستان کې د یاد پانګوال څخه و غوښتل چې په یاد هېواد کې مېشت افغان پانګوال دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړلو او د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یوه پلاوي په رهبري ازبکستان هېواد ته د وارداتي برېښنا د قرارداد د غځولو او د برېښنا د ستونزو د هوارولو په موخه سفر کړی، چې تېره ورځ د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د 2023 کال لپاره د وارداتي برېښنا قرارداد وغځول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

بیرته تګ

User account menu