د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په ترکیه کې له یوه ترکي پانګوال سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۲۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي په ترکیې کې د یاد هېواد له یوه ستر پانګوال ښاغلي احمد البیرق سره وکتل. د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاده لیدنه کې نوموړي پانګوال ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او د اوبو مدیریت او د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي. ښاغلي احمد البیرق د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی چې د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې او د افغانستان له نوي حکومت سره به د هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

بیرته تګ

User account menu