د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۹:۳
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې د کاپیسا ولایت له والي ښاغلي حاجي قاري احسان الله بریال،د ولایت د والي له مرستیال ښاغلي شیخ اسدالله سنان، د ولایت له امنیه قوماندان ښاغلي حاجي ضیاالحق حامد، د ولایت د استخباراتو رئيس ښاغلي حاجي ابوبکرعابد او د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د ۷ بندونو او سربندونو د سروې په هکله د ولایت مقام ته ډاډ ورکړ.

وروسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش سره وکتل او د هغه ادارې راپور یې واورېد او د یادې ادارې د شته ستونزو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.

په پای کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې ټول کارمندان  د رښتیني چارو ترسره کولو ته وهڅول او په کاپیسا ولایت کې د اوبو پروژو د امکان سنجي او تخنیکي چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر لارښوونه وکړه، چې د یاد ریاست یو کلن پلان شوېو پروژو  لومړنۍ سروې د پروګرام سره سم پلي کړې، ترڅو د وزارت تخنیکي تیم وکولای شي د یادو پروژوډیزاین، پروپوزل لیکنه او د جوړولو لپاره د پانګوالو د جلبولو په برخه کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu