د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د دهلې له بند څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم او د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او ورسره مل د دغه ریاست تخینکي ټیم د دهلې له بند څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي شرافت د دغه بند د تحکیماتو او ساتنې په موخه د ترسره شوو پروژو په هکله د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او همدارنګه دغه بند پورې اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.