د اوبو او انرژي وزارت مسئولینو د ویستن انشاط شرکت له رئیس سره په کتنه کې د بخش آباد بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۵:۲۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم ملا عبداللطیف منصور، د یاد وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د یاد وزارت د رهبري مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د ویستن انشاط شرکت له رئیس محترم جمشید شاهي سره په کتنه کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د کار د جریان په هکله خبرې وکړې.

په یاده کتنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست او د یاد وزارت د اوبو معین د نوموړې پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د ویستن انشاط شرکت رئیس د نوموړې پروژې د کار جریان ښه وباله او ډاډ یې ورکړ چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پروژې چارې به ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

ارزګان ولایت کې د دهزک او ګرماب چکډیمونو څخه څارنه ترسره شوه

ارزګان ولایت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دهراود ولسوالي اړوند د دهزک چکډیم او مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب چکډیم څخه څارنه ترسره کړه.

د دهزک چکډیم کندن کاري چارې ۹۰ سلنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

بیرته تګ

User account menu