د اوبو او انرژي وزارت کې د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د یو شمېر خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه
د اوبو او انرژي وزارت کې د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د یو شمېر خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه، چې یو شمېر لوستي او مسلکي ځوانانو پکې ګډون درلورد. یاده ازموینه چې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري واخیستل شوه.
د آزموینو په دې دوره کې د څه باندې ۳۰ تنو ګډون کړی وو او که چیرې دوی د بریا نمرې ترلاسه کړي، نو د انرژي او سېول په اړوندو برخو کې به په مرکز او ولایاتو کې په دندو وګمارل شي.