د اوبو او انرژي وزیر د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولیدولو تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچې پر کمولو باندې ټینګار وکړ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۱۱
1

۲۳شعبان ۱۴۴۷ هـ ق مطابق۲۲ دلو ۱۴۰۴ هـ ش

 

د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ نن (چهارشنبه) په پلازمېنه کابل کي د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولیدولو د پنځو پروژو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده وویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ ګډې همکارۍ د هېواد د اقتصادي ځان‌ بسیاینې بهیر ګړندی کړی دی.

ښاغلي آخندزاده څرګنده کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي د کورنیو سرچینو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي او د برېښنا د تولید په برخه کې د بهرنۍ اتکا کچه راکمه کړي. د نوموړي په وینا، دا ډول پروژې نه یوازې د برېښنا انرژي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د کارموندنې فرصتونه هم رامنځته کوي او د هېواد اقتصادي ثبات پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت مناسب فرصتونه برابر شوي دي او امارت هڅه کوي پانګوالو ته آسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د پانګو د خوندي ساتلو او ملاتړ لپاره به لازم ګامونه پورته شي.

د اوبو او انرژي وزیر د عزیزي ګروپ د مشر هڅې او پانګونه وستایله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ همکاري د هېواد د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري. هغه د یاد ګروپ سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول پروژې به د افغانستان د انرژي سکتور د پراختیا لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۱۷
Background image

په کنړ ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴/۴/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ.ل

د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اړوند په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دریو شبکو چارې بشپړې او د کنړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۱۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خوا په ننګرهار کې د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۶هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب د ننګرهار ولایت په نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې د اوبو مدیریت، د سیلابونو د اوبو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu