د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۵
۱

 د اوبو او انرژي په سترو پروژو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کورنیو او بهرنیو ودانیزو شرکتونو د رئيسانو او استازو په شتون کې، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تلې د میاشتې په ۳۰ نېټه د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، د اوبو محترم معین په خپلو خبرو کې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت حیاتي ارزښت ته اشاره وکړه او یې ویل، چې له بده مرغه د افغانستان اوبیزې سرچینې په پرله پسې کلونو کې د څلورو لسیزو تپل شوو جګړو، اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له کبله زیانمنې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د هېواد ډیری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او څه باندې اووه میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو د کموالي له کبله د ګټې اخیستنې وړ نه‌ده.

ښاغلي آخندزاده ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د اغېزمن مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارښتناکه لاسته راوړنې لري، خو د دغو دوو سکتورونو ورځ تر بلې ارزښت ته په کتو، یوازې د وزارت هڅې کافي نه‌دي او اړتیا ده، چې خصوصي او دولتي سکتورونه دواړه په دې برخه کې کارنده ونډه واخلي.

هغه د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته د خصوصي سکتور استازو د هڅولو ترڅنګ، یادونه وکړه چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او اسلامي امارت هم په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي.

د ناستې په دوام کې، د اوبو او برېښنا بندونو سترې پروژې او د وزارت نورې بنسټیزې پروژې د یوه تفصیلي پریزنټیشن له لارې وړاندې شوې، ترڅو شرکتونه وکولای شي د خپلې لېوالتیا سره سم د پروژو د مطالعې، ډیزاین او پلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته مهال، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو، طرحو او وړاندیزونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د خپلې همکاري او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د ناستې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د متقابلو همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وشو او تصمیم ونیول شو، چې راتلونکې ناستې د تخنیکي جزئیاتو د څېړلو او په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره د عملي زمینې د چمتوکولو په موخه ترسره شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu