د اوبو او انرژي په وزارت کې د هېواد د تېرو زلزلو د شهیدانو لپاره د قرآنکریم د ختم، فاتحې او دعا مراسم ترسره شول

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۶:۸
1

په دې مراسمو کې، چې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري ترسره شوی و، رئیسانو او کارمندانو د قرآنکریم په ختم او فاتحې سره د هېواد د لوېدیځو ولایتونو په ځانګړې توګه د هرات ولایت د تېرو زلزلو د شهیدانو روح ته د بخښنې او رحمت غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د الله(ج) له دربار څخه یې د دغې غمجنې پیښي ټپیانو ته د عاجلې روغتیا، جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه وکړه.

د دې مراسمو ګډونوالو په ډله ایزه توګه د خدای (ج) درباره ته دعا وکړه، چې د نړۍ ټول مسلمانان او په ځانګړې توګه د افغانستان د روند ولس له داسې دردونکو پیښو څخه په خپل امان کې وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي. . .

بیرته تګ

User account menu