د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست معرفي شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۴:۱۵
074

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان‌محمد تکل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ عالي مقام د ۲۵۷۴ شمیرې د ۱۱/۰۱/۱۳۹۸ نيټې د فرمان پر اساس د دې وزارت د سرپرست وزیر په توګه معرفي شو.

ښاغلی تکل د اوبو او انرژۍ وزارت د پخوانی سرپرست ښاغلی انجنیر محمدگل خُلمی د کړنو ستاینه وکړه او په هیواد کې یې د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې لا زیات کار کول مهم او حیالتی وباله او ژمنه یې وکړه چې په پوره ژمنتیا، اخلاص او صداقت سره به خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په اوسنيو شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت او د انرژۍ په برخه کې د افغانستان د خلکو د اړتیاو په یادولو سره، د ټولو مسؤلینو او کارکونو څخه د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پر لا زیاته هڅه او جدیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي تکل د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې څخه تر اوسه پورې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او له دې وروسته به د پخوانۍ دندې سربیره د دغه وزارت د سرپرستی مسؤلیت هم پر غاړه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu