د اوبو تاسیساتو د ساتنې او مراقبت پروژو د پلي کېدو په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو او د اوبو سکتور د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د اوبو تاسیساتو د ساتنې او مراقبت پروژو د وضعیت ، د یادو پروژو د ستونزو د هوارولو او د پلي کولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د ساتنې او مراقبتي پروژو د وضعیت په هکله اړین معلومات د اوبو له معین سره شریک کړل او همدارنګه خپل اندونه یې هم د ستونزو د هوارولو او د یادو پروژو د لا ښې پلي کولو په هکله څرګند کړل.
د اوبو ښاغلي معین د مسؤلینو د اندونو او معلوماتو تر آورېدو وروسته، اړوند رئيسانو ته یې لازم تخنیکي هدایات ورکړل او د چارو پر چټکتیا باندې یې یېټینګار وکړ.
