د اوبو د پروژو په هکله د مالیزیا هېواد له پانګوالو سره ویډیویي کنفرانس ترسره شو
په یاد ویډیويي کنفرانس کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اوبو سرچینو رئيس ښاغلي انجنیر فایز الرحمن عزیزي، د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر عزیز الرحمن عزیز او د مالیزیا- افغانستان سازمان یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د پلي کولو او په افغانستان کې اوبو د نورو پروژو د مدیریت په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلي معین د اوبو پروژو په پلي کولو کې د مالیزیایي پانګوالو له لېوالتیا څخه قدرداني وکړه او هغوی ته یې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له همکاري څخه ډاډ ورکړ.
په پای کې، ګډونوالو په افغانستان کې د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره د ګډې همکاري د پیلولو په موخه پر لازیاتي همغږي او د معلوماتو پر شریکولو باندې ټینګار وکړ.
