د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د افغانستان د بندونو د تجهیزاتو خونديتوب لارښود په اړه ورکشاپ جوړ شو.
د افغانستان د بندونو خوندیتوب او غوره څارنې په موخه وسائيلو څخه د استفادې لارښود ورکشاپ، د نړیوال بانک په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان FAO په تخنیکي مرسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په شتون او د دغه ادارې یو شمېر رئيسانو او تخنیکي کارمندانو په ګډون د قوس میاستې په ۱۷ نېته د دوشنبې په ورځ جوړ شوو.
د ورکشاپ پرانیستې پر وخت د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مرستيال انجنیر احمد ویس بصیري د هېواد بندونو د څارنې او ساتنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې؛ هغه د هېواد بندونو د خوندیتوب په موخه د تجهیزاتو او وسائيلو څخه د غوره استفادې د تخنیکي لارښود ترتیبول یو نیک او ګټور اقدام یاد کړ.
ښاغلي بصیري د هېواد د اوبو د پراختیاي پروژو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمانFAO او نړیوال بانک له دومداره مرستو څخه مننه وکړه.
د دغه ورکشاپ په جریان کې د بندونو خوندیتوب په برخه کې نړیوال متخصص ښاغلي نیاز لوکویک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمانFAO د IRDP پروژې مدیر سید شریف شبیر ګډونوالو ته د بندونو د تجهیزاتو خوندیتوب لارښود په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ.
