د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د جوزجان والي سره وکتل.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژۍ خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خان محمد تکل، جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په جوزجان ولایت کې د اوبو مدیریت پراختيایي پروژو په اړه هر اړخیز بحث او هغه ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه.
په پيل کې د جوزجان ولایت والي ښاغلي تکل ته هر کلی ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې د نورو کلونو پر پرتله په روان کال کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې او په راتلوونکي کې د لا ډېرې همکارۍ او پاملرنې هیله وکړه.
په عین حال کې ښاغلي تکل د جوزجان والي ته ډاډ ورکړ، چې د امو سیند په څنډو به د یو شمېر پروژو پیل کېدو په موخه تخنیکي ټيم ولیږي، له مطالعې او سروې وروسته به په دغه پروژو عملا کار پیل شي.
ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره به د نورو کلونو په پرتله سږ کال د مرکز پر ځای لرې ولایتونو ته پاملرنه کوي تر څو هلته خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
