د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۲:۲۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالي کې له سطحي اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د ځمکې لاندې اوبو  د تغذیې لپاره  د خینګوټ کانال د طرحې، د اوبو د تحقیقاتي آمریت له لوري د اوبو رسولو شرکتونو د اوبو د کیفیت د کنټرولولو او په هلمند ولایت کې د نهر سراج پروژې د لومړي او دوهم لاټ راپورونو د څېړلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د نوموړو موضوعاتو د غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu