د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د هېواد د اوبیزو سرچینو د مدیریت په هکله ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اوبو سکتور د رئيسانو، تخنیکي مسؤلینو او سلاکارانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د سرچینو ، د اوبو سرچینو د غوره مدیریت لپاره د مناسبو حل لارو او د هغه دننګونو او ستونزو د څېړلو په هکله بشپړ پرزنتیشن وړاندې شو.
د ناستې په دوام کې د کابل ښار د اوبو رسولو د خصوصي شبکو د څارنې پر څرنګوالي، د څښاک اوبو د څرنګوالي او د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د تعرفې پلان د نهایي کولو په هکله هر اړخیز بحثونه وشول.
د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، اړوند مسؤلینو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې یې پر لا زیاتو هڅو باندې ټینګار وکړ.
