د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د یاد معینیت د تخنیکی موضوعاتو په هکله ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کابل ښار ښاریانو ته د څښاک اوبو رسولو په موخه د شاه او عروس بند د اوبو رسولو پروژې، د اوبو چارو تنظیم عمومي ریاست د نوم ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو ریاست اضافه کول او نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه چې د یادې موضوع په هکله د اوبو ښاغلي معین اړونده مسئولینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین پر مسئولیت منلو، ژمنتیا او وفاداري باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ به په دولتي اداراتو کې د کارکولو په هره شیبه کې هېوادوالو ته ددوی د حقه حقوقو د احقاق په هکله ځواب ورکوونکي و اوسو.
