د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۲:۲۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو د مدیریت او تنظیم اړوند بېلابېلو موضوعاتو لکه: په لویو ښارونو کې د موټر وینځلو ځایونو کې د اوبو د بیاکارولو لپاره د اوبو د حلقوي تصفیې سیسټم تلازم، په موټر او غالي وینځلو ځایونو کې د ځمکې لاندې اوبو د مصنوعي تغذیې په موخه د جذبې څاګانو پلي کولو، په کابل ښار کې د غالي وینځلو د مرکزونو د فعالیت د څرنګوالي، په سیندیزو حوزو کې د چکډمونو د پروژو د ډیزاین څېړنه او د اوبو د تخصیص او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، اړوندو رئیسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او په اړه یې د هر اړخیزې خبرو، اترو وروسته د هغوی په اړه اړین تصمیمونه ونیول شول او د اوبو د معین له لوري د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

بیرته تګ

User account menu