د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۳:۳۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د راتلونکي کال لپاره د سیندیزو حوزو د تشکیلاتي جوړښت د څرنګوالي او د اوبو معینیت اړوند یو شمیر نورو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه څرګند کړل او وروسته، د اوبو محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

سمنګان ولایت کې یو شمېر پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو په سمنګان ولایت کې یو شمېر بشپړ شوې او تر کار لاندې پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیرڅخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو په موخه څارنه وکړه

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم زنده جان او غوریان ولسوالیو ته سفر وکړ او له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

بیرته تګ

User account menu