د اوبو معینیت تخنیکي اونیزه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د کندهار ولایت د ارغستان د لورې بند پروژې د وضعیت د څېړلو او د اوبو مدیریت اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د یادو موضوعاتو په هکله اړین معلومات د اوبو له معین سره شریک کړل او د ستونزو د هوارولو او د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار یې خپل اندونه هم شریک کړل.
د اوبو ښاغلي معین د معلوماتو او د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر څېړلو وروسته، اړوند مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
