د اوبو معینیت کې د دې اونۍ په تخنیکي غونډه کې د څو اړینو اداري او د کاري لومړیتوبو در لودونکو موضوعاتو باندې بحث وشو
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده ترمشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کمال خان بندپروژې د راپورونو د ارزونې، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، په وزارتونو او ټولو ادارو کې د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپونو د ترسره کولو په هکله او همدارنګه د اوبو بندونو د پروژو د ډیزاین څېړنه چې د نورو موسساتو له خوا جریان لري، بحث او د نظر تبادله وشوه.
رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د یادو موضوعاتو په هکله خپل راپورونه او اندونه بیان کړل او د یادو موضوعاتو په هکله تر هر اړخیز بحث وروسته، د اوبو معین دوی ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
