د اوبو پروژو د مدیریت د وضعیت د څېړلو او د پروژو د ستونزو د هوارولو په موخه د اوبو پروژو د مدیریت ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۲:۳۸
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو او د اوبو د مدیریت د سترو پروژو د مدیرانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د کابل ولایت په شکر درې ولسوالي د شاه و عروس بند، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند، د هلمند ولایت د کجکي بند، د زابل ولایت د توري بند، د هرات ولایت د پاشدان بند، د فراه ولایت د بخش آباد بند او د تخار ولایت د نمک آب کانال د پروژو رئيسانو او مدیرانو هر یوه په خپل وار سره د پروژو د وضعیت د پرمختګ او د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله لازم معلومات د اوبو له معین سره شریک کړل.

همدارنګه د پروژو رئيسانو او مدیرانو د ناستې په بهیر کې د یادو پروژو د پاتې چارو د عملي کولو او د ستونزو د هوارولو په موخه خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د اوبو ښاغلي معین د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې او د مسؤلینو د اندونو او وړاندیزونو تر آورېدولو وروسته، د چارو د غوره والي او چټکتیا په موخه لازم هدایات او سپارښتنې وړاندې کړې.

د یادولو وړ ده، چې د پروژو د مدیریت ناستې تر دې مخکې هم څو ځله د اوبو ښاغلي معین تر مشري لاندې ترسره شوې او د پروژو د وضعیت د څېړلو او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې د اړینو تصمیمونو په نیولو سره، غوره پایلې هم درلودلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu