د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې او ADB مرکزي دفتر ترمنځ د لا زياتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ويډيويي کنفرانس ترسره شو.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۲:۲۸
7458

د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې او ADB مرکزي دفتر ترمنځ د لا زياتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ويډيويي کنفرانس ترسره شو.

په دې انلاین مجلس کې چې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنير خان محمد تکل او د آسيايي پرمختيايي بانک ADB دفتر يو شمېر مسؤلينو هم په ګډون درلود.

په دې جلسه کې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې سره د آسيا پرمختيايي بانک د همکاريو په خاص ډول په قندهار ولايت کې د ډهله بند د استملاک موضوع په پلان په اړه بحث وشو او نظرونه سره تبادله شول.

ښاغلي انجنير خان محمد تکل د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئيس په ياده ويډيويي جلسه کې د ډهله بند پروژې د استملاک موضوع د حل په اړه لازمې لارښوونې وکړې، همدا شان د دې ادارې د برنامو مرکزي دفتر له مسؤلينو يې غوښتنه وکړه چې تر هرڅه مخکې په قندهار پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام پروپوزل ترتيب کړي.

د دې جلسې په جريان کې اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د برنامو مديريت د مرکزي دفتر مسؤلينو د يو پريزنټيشن په وړاندې کولو سره د ډهله بند د استملاک موضوع په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د هغوئ لخوا پیشنهاد شوې طرح د جلالتمآب ولسمشر لخوا تائيد شوې او ژروبه د استملاک موضوع حل او د هغې بوديجه به هم د آسيا پرمختيايي بانک لخوا ورکړل شي.

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ارده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu