د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاس لیک شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاس لیک شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل او په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام معاوینې میرمن پارتي رامسوایي (Parvaty Ramaswami) لخوا د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او خوړو نړیوال سازمان ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي تکل د دې تفاهم لیک لاسلیک د اوبو مدیریت په برخه کې یو نوی فرصت یاد کړ، او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې د نړیوال خوراکي سازمان همکاري مهمه او د ارزښت وړ یاده کړه.
همدا شان په افغانستان کې د WFP دفتر معاوینې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او خوړو نړیوال سازمان ترمنځ د همکارۍ موقع برابرولو په اړه خوښي څرګنده کړه، او په افغانستان کې د اوبو سرچینو مدیریت په برخه کې د نړیوالو سازمانونو ملاتړ ضروري یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم لیک اړوند د خوړو نړیوال پروګرام د اوبو مدیریت پراختیا، د اوبو ذخیره کولو او اوبو لګولو سیسمونو ښوالي، د اوبو په مدیریت کې سپما او د اوبو سرچینو اړوند نورو موضوعاتو کې د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې سره همکاري وکړي، چې د دې همکاریو موقع او پراختیا به د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا رامنځ ته کیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
