د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د شیوه کیو سیمې اوسیدونکو سره د دوئ د ستونزو او اړتیاو په اړه لیدنه وکړه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د شیوه کیو سیمې قومي مشرانو او ټولنیزو شوراګانو استازو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د یادې سیمې اوسېدونکو د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د اوبو لګولو سربندونو او کانالونو پروژو په برخه کې خپلې اړتیاوې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام سره شریکې کړې.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي تکل د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ژر تر ژره به سیمې ته د سروې لپاره تخنیکي ټيمونه واستول شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
