د اوبو چارو د تنظیم ملي ادراې عمومي رئیس د شاه و عروس بند د استملاک زیانمنو ته د ښارګوټي د نمرو د وېشلو په موخه شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۹:۷
865

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادراې عمومي رئیس د شاه و عروس بند د استملاک زیانمنو ته د ښارګوټي د نمرو د وېشلو په موخه شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې د هغې ولسوالۍ له اوسیدونکو څخه د شاه و عروس بند پروژې په تطبیق او د خپلو ځمکو وقف کولو په موخه له هغو څخه مننه وکړه.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې وویل چې د دې پروژې په لمړیو کې یو اندازه ستونزې وې چې اوس حل شوې دي، ټولو هغه اشخاصو ته به چې د دې پروژې په وجه متضرر شوي دې رسیدنه وشي، هغه زیاته کړه دا موضوع زه خپله له نږدې څارم.

د اوبو چارود تنظیم ملي ادارې لوئ رئیس د هغه ټولو ادارو یادونه وکړه چې د استملاک په موضوع کې دخیل وو ترڅو د خسارې جبران ترسره او هغوئ ته خپل حقوق ورسیږي.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې وویل چې دا د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې د ټولو کارمندانو د دوامداره هڅو نتیجه ده چې نن د دې ملي پروژې کارونه هغه حد ته رسیدلي چې په څو راتلوونکو ورځو کې به د افغانستان نجیب ملت په خاص ډول د شکر درې ولسوالۍ اوسیدوونکې د بند د پرانستې شاهدان وي.

د یادونې وړ ده چې د اوسیدنې نمرو کارتونه د پچې اچونې له لارې په روښانه ډول متضررینو ته توضیع شول چې پکې نوم او نمره ځانګړې شوې وه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په هیواد کې د اوبو مدیریت ته د جلالتمآب ولسمشر د خاصې پاملرنې او متوازنې پراختیا مطابق په بیلابیلو برخو کې لوئې، منځنۍ او وړې پروژې تر کار لاندې لري، چې ځینې د هغو څخه د بشپړیدو په حال کې دي، چې د هغې له جملې څخه د شاه وعروس بند به په نیږدې راتلوونکې کې پرانیستل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې

د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د نږدې ۵ سوه زره افغانيو په لګښت بشپړه شوه

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د ۴۹۲ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د دغه ریاست د ماشینري په واسطه د. . .

بیرته تګ

User account menu