د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په شدوج کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي
دغه پروژه چې د سیند د څنډو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوې ده، څه باندې ۲ کیلو متره د سیند د څنډو تحکیمات پکې شامل دي او د بولدروال په شکل پلي کېږي.
د دغې پروژې ټولیز ارزښت ۴۶ میلیونه افغانۍ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت له بودجې څخه تمویلېږي.
ټاکل شوې ده نوموړې پروژه د ۵ میاشتو په موده کې پلي شي او ۵۶۰۰ کسان به ورڅخه برخمن شي.