د بغلان ولایت د انرژي ولایتي کمیټې ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د بغلان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي قاري محب الله عادل تر مشري لاندې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د انرژي سکتور د ادارو د ستونزو د هوارولو، د هغو ساحو ارقام راټولول چې برېښنا ته اړتیا لري او د سروې شویو ساحو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
