د بغلان ولایت مخورو خپلې ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۹:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسي کال کې چې لهٔ دشت الوان څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژې د پرانیستلو په موخه بغلان ولایت ته سفر کړی دی، د میدان وردګ ولایت له والي محترم قاري بختیار معاذ او د بغلان ولایت له یو شمیر مخورو سره وکتل او د نوموړې پروژې د ارزښت او د اوبو او انرژي په برخه کې د بغلان خلکو د نورو ستونزو په هکله خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د انرژي د پراختیا په برخه کې د نوموړي مزي د غځولو پروژې پرانیسته یو مثبت ګام وباله او همدارنګه یې ، د بغلان ولایت مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به ددوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده، چې د دشت الوان سب استیشن څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو پروژه به نن د اسلامي امارت د لوړپوړو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu