د بلخ ولایت په دریو کلیو کې د سیند په مسیر کې د تحکیماتو سروې ترسره شوه
د بلخ سیندیزې فرعي حوزې او د شمال عمومي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیمونو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالي په شورابي عربیه، شورابي افغانیه او سر آسیاب جنګل کلیو کې د سیند د ویجاړیو د مخنیوي په موخه د سیند په مسیر کې د تحکیماتو سروې ترسره کړه.
په نوموړو کلیو کې د استنادي دېوال په جوړېدو سره به ۲۰۰۰ استوګنیز کورونه د سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي.
