د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړونې او له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ امپیر لېږد مزي پروژې پرانیستل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۴۷
1

دغې پروژې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د صنعت او سوداګري وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائيوي رئيس محترم ډاکټر عبدالباري عمر، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسؤلینو، د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې په هېواد کې د شته برېښنا د تولید وړتیاوو ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې  د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژي د تولید پراختیا د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې څو ټولګټې پروژې پلي شوې، چې د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې د بشپړېدو او ګټې ته د سپارلو شاهدان و اوسي.

همدغه راز، د  افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې د انرژي پراختیا یو بنسټیز اصل و باله او څرګنده یې کړه، چې برېښنا شرکت د اوبو او انرژي وزارت په همغږي سره د انرژي د پراختیا په برخه کې  دائیمې هلو، ځلو ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د خصوصي پانګونې له لارې د 18.7 میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز لګښت سره د ( عوفي بهرام،ګرین سټیټ پاور- ام- بې- آر-سي- سي او نوین سیمیا) داخلي شرکتونو له لوري د دوو کلونو په موده کې پلي کېږي.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره  به په کابل کې کابو(250,000) دوه سوه او پنځوس زره استوګنیز او سوداګریز مشترکین د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

همدغه راز، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په کابل کې د برېښنا انرژي د جذب په برخه کې  زمینه چمتو او د صنعت کارانو د برېښنا د کموالي ستونزې هم هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند څېړنیزې چارې بشپړې شوې

د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د باغدرې برېښنا بند له بشپړو شوو څېړنیزو چارو لکه د ۲۵ کیلو متره سړک جوړونه( چې له کاپیسا څخه په دریو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۵۰
Background image

سمنګان ولایت کې د اوبو په برخه کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د مرکز، ایبک اړوند د تسمې چکډم، د ظهرابي کانال د محافظتي دېوال او په بنسټیز ډول د ۲۲ متره د ترمیم پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی چکډم د ۱۳ متره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

فاریاب ولایت کې د څلورو کانالونو د جوړونې او پاکاري پروژه د څه باندې ۱۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې د قره شیخي، خواجه سبز پوش، جانقرې او جر کلا د کانالونو د جوړونې او پاکاري پروژه د ۱۵۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې. . .

بیرته تګ

User account menu