د ترکي«کالکیدون» شرکت مسؤلینو د اوبو له معین سره په لیدنه کې  په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د «کالکیدون» شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل چې دوی په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې پانګونې ته لېواله دي.

د اوبو محترم معین د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پروژو معلومات به د دغه وزارت له لوري له دوی سره شریک شي، ترڅو د چارو په پرمخ وړلو کې اړینه همغږي تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
Background image

بیرته تګ

User account menu